slideshow

89
۲۹ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

په واشنګټن كې وسله والو بريدونو نهو تنو ته مرګ ژوبله واړوله


د امريكا په پايتخت واشنګټن كې په دوو جلا وسله والو بريدونو كې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امريكايي پوليس وايي، په لومړۍ پېښه كې دوو وسله والو كسانو په ډزو يو تن وژلى او پنځه نور يې ټپيان كړي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازك بلل شوى دى.
دوهم وسله وال بريد شاوخوا نيم ساعت وروسته شوى، چې له كبله يې درې تنه ژوبل شوي دي.
تر دا مهاله معلومه نه ده، چې دغه بريدونه له يو بل سره تړاو لري او كنه، خو په اړه يې څېړنې روانې دي.
د يادو بريدونو په تور تر دې دمه څوك نه دي نيول شوي.
كه څه هم په امريكا كې د نړۍ د نفوس شاوخوا پنځه فيصده وګړي ژوند كوي، خو د نړۍ نېږدې ۳۱ فيصده ورته پېښې هلته رامنځته كېږي، چې كارپوهان يې اصلي علت د وسلو د لېږد ازادي بولي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *