slideshow

86
۲۹ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

د ليبيا په اوبو كې نېږدې ۵۰۰ ناقانونه كډوال ژغورل شوي


د ليبيا ساحلي ګارد اعلان كړى، چې په تېره يوه اونۍ كې يې د شپږو عملياتو په مهال د دې هېواد په اوبو كې ۴۹۳ غيرې قانوني كډوال ژغورلي دي.
د راپورونو له مخې، دا كډوال په شپږو كښتيو كې سپاره وو او غوښتل يې د مديترانې له سمندره په تېرېدو سره ځانونه اروپا ته ورسوي.
په يادو ژغورل شوو كډوالو كې، چې د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونكي دي، ۲۸ ښځې او پنځه ماشومان هم شامل دي.
د ليبيا د ساحلي ګارد وياند ويلي، چې دغه كسان د غيرې قانوني كډوالو د ساتنې مركزونو ته لېږدول شوي دي.
د ليبيا لوېديځ ساحل د افريقا په شمال كې د ناقانونه كډوالۍ له اصلي سيمو څخه بلل كېږي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *