پاکستان د هند لومړي وزیر ته د پاکستان له هوایي حریم د تېرېدو اجازه ورنه کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو زویر شاه محمود قریشي ویلي، چې د پاکستان حکومت د هند لومړي وزیر نرېندر مودي ته اجازه نه ورکوي چې د یاد هېواد له هوایي حریم تېر شي.
د پاکستان حکومت په هندواکي کشمیر کې د روان حالت له کبله دغه پرېکړه کړې ده.
ټاکل شوې وه چې د هند لومړی وزیر جرمني ته د پاکستان پر هوایي حریم تېر شي.
د یادولو ده چې پاکستان په کشمیر کې له اوسني تاوتریخوالی مخکې د هند لومړي وزیر ته په ځانګړي ډول د ۷۲ ساعتونو لپاره هوايي حریم پرانیستی و، خو ښاغلي مودي دا وړاندیز ونه مانه او د پاکستان له لارې تېر نه شو.