ads

د جلال اباد پرونی برید د ټولو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد

د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د برېښنایي پیژندپاڼو پر مرکز پرونی ځانمرګی برید د درې بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل کلید ته وویل، بریدګر درې تنه وو، چې له افغان ځواکونو سره تر پنځه ساعته جګړې وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 وږی 1398
د جلال اباد پرونی برید د ټولو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد
ننګرهار ځانمرګی برید

د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د برېښنایي پیژندپاڼو پر مرکز پرونی ځانمرګی برید د درې بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل کلید ته وویل، بریدګر درې تنه وو، چې له افغان ځواکونو سره تر پنځه ساعته جګړې وروسته د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.
میاخیل همداراز زیاته کړه چې په پېښه کې پر دوو ملي پولیسو سربېره دوه ملکي وګړي هم وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي، چې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.
هغه وایي، څلور ټپیان اوسمهال په روغتون کې دي او د پېښې له ځایه ۵۰ کسان ژوندي ژغورل شوي دي.
بل لورته د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل هم مني چې له سیمې د دې ولایت سیمه ییز روغتون ته ۱۲ تپيان ور وړل شوي.
د دې پيښې مسولیت تراوسه چا پرغاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA