د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې باید رڼې ترسره شي او د احتمالي درغلیو مخه ونیول شي.
نوموړي له افغان حکومت او اړونده ادارو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست ټاکنې په شفاف ډول ترسره کړي.
بلخوا، په دغه اعلامیه کې د افغانستان د جمهوري ریاست له نوماندانو هم غوښتنه شوې چې د ټاکنو اصولو ته ژمن پاتې شي او پر وسله والو طالبانو هم غږ شوی چې افغانان پرېږدي، څو په ټاکنو کې له کوم ډار پرته ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې افغانانو ته خبرداری ورکړی چې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې له ګډون ډډه وکړي او د دوی په باور چې دغه بهیر په بشپړه توګه تېرایستونکی او له درغلیو ډک دی.