ads

د افغان مېرمنو د سوداګريزې ودې لپاره نوې هڅه پیل شوه

د امريکا متحده ايالاتو نړېوالې پراختيايي ادارې په مرسته د افغان مېرمنو د سوداګريزې ودې لپاره نوې هڅه پيل شوې ده. د امريکا متحده ايالاتونو نړېوالې پراختيايې ادارې په مرسته د سوداګرۍ له لارې په اقتصادي چارو کې د ښځو د پرمختګ پروژې ( پروموټ)، د سوداګرۍ په برخه کې هغه لارښود خپور کړ چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
28 وږی 1398
د افغان مېرمنو د سوداګريزې ودې لپاره نوې هڅه پیل شوه
افغان مېرمنې

د امريکا متحده ايالاتو نړېوالې پراختيايي ادارې په مرسته د افغان مېرمنو د سوداګريزې ودې لپاره نوې هڅه پيل شوې ده.
د امريکا متحده ايالاتونو نړېوالې پراختيايې ادارې په مرسته د سوداګرۍ له لارې په اقتصادي چارو کې د ښځو د پرمختګ پروژې ( پروموټ)، د سوداګرۍ په برخه کې هغه لارښود خپور کړ چې پر مټ یې د افغان مېرمنو ستونزې حل کېږي.
د پروموټ مسولينو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته وويل، چې دا پروژه به د افغان سوداګرو مېرمنو د ودې لپاره اغېزمن اقدام وي.
د سوداګرۍ له لارې په اقتصادي چارو کې د ښځو د پروژې ستر مشر رشاد سدوزي په دغه غونډه کې وويل، افغان سوداګرو مېرمنو د سوداګرۍ په برخه کې خورا ډېرې نېمګړتياوې درلودې او له همدې کبله ځينو مېرمنو خپلې سوداګريزې چارې درولې وې.
سدوزي زياته کړه، چې دوی د همدې تشې ډکولو لپاره اوس افغان سوداګرو مېرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې په مسلکي ډول روزنه ورکوي.
په همدې حال کې سوداګرې مېرمنې تمه لري چې حکومت او د ښځو ملاتړې ادارې بايد يوازې په همدې لارښود بسنه ونه کړي او د ښځو د اقتصادي ودې لپاره بنسټيز کارونه په پام کې ونيسي.
یوې سوداګرې پرورش اورياخيل کليد ته وويل، تمه لري دغه اقدام د دوی په سوداګريزو چاروکې مثبت بدلون راولي.
خو بل پلو اقتصادي کارپوهان بيا نیوکه کوي، چې دا ډول کارونه به د افغان سوداګرو مېرمنو د ودې لپاره کوم اغېز ونه کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه صيام الدين پسرلي له کليد سره په خبروکې وويل، يوازې کابل کې سوداګرې مېرمنې کار کولی شي؛ خو حکومت د نورو ولاياتو سوداګرو مېرمنو ته هېڅ ډول اسانتياوې په پام کې نه دي نېولې.
په ورته وخت کې افغان سوداګرې مېرمنې په افغانستان کې له امنيتي وضعيت څخه سر ټکوي او ټينګار کوي، چې د افغانستان حکومت بايد د سولې په خبروکې داسې روښانه تګلاره غوره کړي چې له مخې يې د افغان مېرمنو برخليک له ستونزو سره مخ نه شي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA