پخواني جمهوري رییس حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې د افغانانو عامه وژنه روانه ده او نور دا حالت د زغملو نه دی.
ښاغلي کرزي د افغانانو خپلمځۍ وژنې ته په نیوکې سره زیاته کړه، چې د حکومت او طالبانو تر منځ جګړه او افغان وژنه د یو ملت په توکه ستر بې عزتي ده.
نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې بین لاافغاني خبرې پیل کړي او د ملي یووالي حکومت پر مشرانو یې هم نیوکه وکړه چې د سولې له مخالفته لاس واخلي.
حامد کرزي پخپلو خبرو کې څرګنده کړه چې افغانان سولې ته اړتیا لري او په اوس وخت کې د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کېدو لپاره مناسب وخت نه دی.
پخوانی جمهور رییس حامد کرزی پر داسې مهال پر افغان وژنه نیوکه کوي چې د افغان سولې د خبرو تر لغوه کېدو وروسته طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي او په تېرو درېیو ورځو کې په کابل، پروان او زابل ولایتونو کې د وسله والو طالبانو په بریدونو لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.