جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ماښام د پاکستان له لومړي وزیر سره د افغان سولې او ټاکنو پر پروسې ټلیفوني خبر وکړې.
د جمهوري ریاست له لوري نن په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ماښام د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغان سولې پر مسلې او د ټاکنو پر پروسې ټلیفوني خبرې او بحث وکړ.
په دغو ټلیفوني خبرو کې جمهور رییس غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران څخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي.
بلخوا، د پاکستان لومړي وزیر په پروان او کابل کې د وړمې ورځې تروریستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ډاډ یې څرګند کړی چې د پاکستان حکومت به د افغانستان د ټاکنو په ترسه کېدو کې پوره مرسته وکړي.