د جرمني حکومت په عراق کې د داعش ډلې پر وړاندې خپل ماموریت د یو کال لپاره نور هم وغځاوه.
د جرمني د لومړۍ وزیرې انګلامېرکل ویاند ویلي چې د جرمني ځواکونه به د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکټوبر تر ۳۰مې په عراق کې خپل ماموریت او د عراق د وسله والو ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
نوموړي پخپلو خبرو کې څرګنده کړې چې په عراق کې د داعش ډله ماته شوې او ډېرې شمېر سیمې اوس د عراقي ځواکونو په لاس کې دي.
جرمني پر داسې مهال په عراق کې د خپلو ځواکونو د ماموریت د غځېدو خبر ورکوي چې اوس هم په عراق کې د داعش ډلې د بیا راپورته کېدو ګواښونه شته دي.