د هرات امنیتي چارواکي د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د خراسان لپاره د داعش ډلې د مرستیال د نیول کېدو خبر ورکوي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، چې د داعش ډلې دغه لوړپوړی غړی تېره ورځ د افغان ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د یاد ولایت د ګذرې ولسوالۍ په سیاوشان کلي کې ونیول شو.
ښاغلي فرهاد زیاته کړه، چې د داعش ډلې مرستیال څو ورځې وړاندې له ننګرهار ولایت څخه هرات د تروریستي فعالیتونو ترسره کولو لپاره تللی و.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات یو شمېر اوسېدونکو په یاد ولایت کې د داعش ډلې د ښکاره کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.