ads

په ننګرهار کې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی

د ننګرهار ټاکنو کمېسیون مسولین په دې ولایت کې د راتلوونکو جمهوري ریاست ټاکنو د ترسیره کیدو لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکوي. د ننګرهار ټاکنو کمېسیون رییس ذبیح الله وګړي، چې نن یې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته ټاکنیز توکي لېږدول شوي او په […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 وږی 1398
په ننګرهار کې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره پوره چمتوالی نیول شوی
ټاکنې

د ننګرهار ټاکنو کمېسیون مسولین په دې ولایت کې د راتلوونکو جمهوري ریاست ټاکنو د ترسیره کیدو لپاره د بشپړ چمتوالي خبر ورکوي.
د ننګرهار ټاکنو کمېسیون رییس ذبیح الله وګړي، چې نن یې په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل چې د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته ټاکنیز توکي لېږدول شوي او په ۳۹۵ مرکزونو کې به پر خپل وخت ټاکنې وشي، خو له ډلې به یې په ځینو سیمو کې ۶۱ ټاکنیز مرکزونه د امنیتي او ځینو نورو ستونزو له کبله تړلي وي.
هغه وایي، د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په هدف یې په ټولو ولسوالیو کې ۱۶ زره کارکوونکي ګمارلي او هم یې د رایې ورکوونکو د نوملړ او بایومیټریک هغه ستونزې حل کړې چې په تېرو ټاکنو کې موجودې وې.
د ټاکنو کمېسیون مسولین د ننګرهار په ځينو سیمو کې د ښځینه کارکوونکو د نه شتون شکایت کوي او وایي، دوی تراوسه نه دي توانیدلي چې په اچین ولسوالۍ کې ښځينه کارمنده په دنده وګماري.
د ټاکنو مسولین همداراز مني چې خلکو ته یې د راتلوونکو جمهوري ریاست انتخاباتو په اړه لازم عامه پوهاوی نه دی ورکړی، خو دوی یې علت د امکاناتو نشت بولي.
په ورته مهال امنیتي چارواکي په یاد ولایت کې د راتلونکو ټاکنو ترسره کېدو په هدف د کلکو امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکوي او وایي په ځینو سیمو کې یې د ټاکنو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو په هدف عملیات هم پیل کړي دي.
په ننګرهار کې د امنیتي ارګانونو د همغږۍ قومندان عبدالحنان وایي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې راتلونکي انتخابات له امنیتي ننګونو سره مخ کړي.
پر همدي مهال د فیفا ولایتي غړی اسدالله لاروی وایي، په ننګرهار کې یې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره لویه اندېښنه په ښار او ولسوالیو کې ناامني او د خلکو له لوري په ټاکنو کې د ګډون نه لېوالتیا ده.
عام وګړي په هېواد کې د جمهوري ریاست ټاکنې برخلیک ټاکنونکې ګني، خو لویه اندېښنه یې دا ده چې په ناامنه سیمو کې به په شفاف ډول ټاکنې وشي او که نه؟
ټاکل شوې د جمهوري ریاست ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معالوماتو له مخې د ټاکنو لپاره ۱۴۹ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي، چې د دغو پېسو ۹۰ میلیونه یې افغان حکومت او پاتې ۵۹ میلیونه یې د نړیوالې ټولنې له خوا ورکول کېږي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA