ډېر ژر به په افغانستان کې د کرکټ لوبې لیدو لپاره ځانګړی ټلویزیوني چینل جوړ شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، دا چې افغانان له کرکټ لوبو سره ډېره مینه لري او غواړي چې به ژوندۍ بڼه دافغانستان او نورو هېوادونو د کرکټ لوبې وګوري، د کرکټ بورډ ادارې تازه پرېکړه کړې چې د کرکټ لپاره به نوی ټلویزیوني چینل جوړ کړي.
د دغې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جواز په ګډون د یاد ټلویزیوني چینل لومړنۍ چارې بشپړې شوې او ډېر ژېر به دغه ټلویزیون خپل فعالیتونه پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړانډې په افغانستان کې د کرکټ لپاره ځانګړی ټلویزیون شتون نه درلود او د کرکټ مینوال له ستونزو سره مخ وو.