ads

په ارزګان کې د سرتيرو د جلب او جذب لړۍ چټکه شوې

په ارزګان کې امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د ملي پولیسو د جلب او جذب برخه چټکه شوي ده او ډېرو کسانو په دي برخه کې ځانونه دپوليسو په ليکو کي ثبت کړي دي. په ورته مهال د دغه ولايت اوسېدونکي بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې سرتيرو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
27 وږی 1398
په ارزګان کې د سرتيرو د جلب او جذب لړۍ چټکه شوې
د پولیسو جلب او جذب/ ارزګان

په ارزګان کې امنيتي چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله د ملي پولیسو د جلب او جذب برخه چټکه شوي ده او ډېرو کسانو په دي برخه کې ځانونه دپوليسو په ليکو کي ثبت کړي دي.
په ورته مهال د دغه ولايت اوسېدونکي بیا له حکومت څخه غوښتنه کوي چې سرتيرو ته دې د هغوی بشپړ حقونه ورکړي، څو نور ځوانان هم په دي برخه کې زړه ښه کړي.
څه موده وړاندې د ارزګان مرستيال والي د يوې مرکي پرمهال ويلي و، چې په دغه ولايت کې ځوانان د سرتيرو په ليکو کې د دندې اجرا کولو لپاره زړه نه ښه کوي.
نوموړي يي لامل سرتيرو د بشپړه حقونو پر وخت نه رسېدل بللي وو.
خو تازه ارزګان امنيه قوماندان ډګروال محمد خطاب خنجري اوس د يوې مرکي پرمهال وويل، چې په دغه ولايت کې د سرتيرو په ليکو کې د ځوانان جلب او جذب زيات شوی دي.
نوموړی يي لامل د ځوانان له وطن سره مينه ښيي او په باور يې چې تردامهال يې لسګونه ځوانان، چې له دولسم ټولګيو څخه فارغ شوي، د سترمنۍ د رتبي ترلاسه کولو لپاره د نظامي زده کړو لپاره لېږلي دي.
امنيه قوماندان وايي، ټول هغه ځوانان چې له دولسم ټولګيو څخه فارغ وي، کوالی شي چې د سترمنۍ رتبي ترلاسه کولو په هدف له دوی سره نوم ليکنه وکړي او تر څو میاشتنیو زده کړو وروسته به ورته رتبي ورکړي.
د ارزګان امنيتي مسولين پرداسي مهال د سرتيرو په ليکو کې د ډېر جلب او جذب خبر ورکوي، چې د دغه ولايت د ټولو ولسواليو لارې له مرکز ترينکوټ سره تړلي دي.
او ترڅنګ يې هر ورځ په ولسواليو کې د امکاناتو د نه رسېدلو له کبله ډېر سرتيري خپل ژوند له لاسه ورکوي.
پر همدي مهال د چارو څېړونکي بیا وايي، که سرتيرو ته د هغو ورکړل شوي امتيازات او نور حقونه پر وخت ورکول شي، نو ډېر ځوانان به د نظام ليکو ته راشي.
ليکوال او د سياسي چارو کارپوه شريف الله شرافت وايي، په ډېرو برخو کې د سرتيرو حقوق تر پښو لاندې شوي دي، چې له کبله يې له يوې خوا سرتيري خپل ژوند له لاسه ورکوي او له بل لوري په ارزګان کې د جګړې ډګر ګرم پاتې شوی دی.
کلید راډیو ته هم داسې غږیز اسناد په لاس ورغلي چې د ارزګان لوړ پوړي امنیتي مسولین د سرتیرو معاشونه شخصي جېبونو ته اچوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA