د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په دغه سفر کې د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي، د ملي امنیت سرپرست رییس احمد ضیا سراج، د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرا سکاټ مېلر او د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان ګډون درلود.
د خبرپاڼې له مخې، یادو لوړپوړو امنیتي چارواکو د فراه د انار درې ولسوالۍ د امنیتي حالت ارزولو په هدف د دغه ولایت له ملکي او نظامي چارواکو سره خبرې وکړې.
د فراه سیمه ییزو او نظامي چارواکو ډاډ څرګند کړ چې د ترهګرو پر وړاندې په مبارزه کې به د افغان ځواکونو بشپړ ملاتړ وکړي.
د غوڅ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر هم وویل چې دوی له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو بشپړ ملاتړ ته دوام ورکوي.
د فراه انار درې ولسوالۍ ته د لوړ پوړو نظامي چارواکو سفر پر داسې مهال ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د وسله والو طالبانو بریدونه ډېر شوي.