د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه ځانمرګی برید تېره ورځ د یوې بجې په شاوخوا کې د نهمې حوزې اړوند له مسعود څلور لارې سره ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ۲۲ کسان ووژل شول او ۳۸ نور ټپیان شول.
د یاد وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
بلخوا، پرون په پروان کې هم د دولت جوړونکي ټاکنیز ټیم پر کمپایني غونډې په ځانمرګي برید کې ۲۲ ملکي وګړي او څلور امنیتي سرتیري ووژل شول او ۴۲ نور ژوبل شول.
د دغو دواړو بریدونو پړه وسله والو طالبانو منلې او افغان سرتیرو ته یې د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
دغه بریدونه د افغان حکومت په ګډون ملګرو ملتونو هم په سختو ټکو غندلي دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه اعلامیه کې ویلي، وسله والو طالبانو پر هغه چا برید کړی چې د ازادۍ او لسواکۍ لپاره راټول شوي وو.