د امریکا د حکومت یو لوړي چارواکي ویلي چې واشنګټن له شمالي کوریا سره د خبرو بیا پیلېدو ته چمتو دی، خو پر یاد هېواد به د امریکا بندیزونو دوام ولري.
د ختیځې اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي «ډیویډ اسټیلو» د امریکا کانګریس ته په خبرو کې ویلي، چې د امریکا حکومت په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ټرمپ او کیم جونګ اون په لیدنه کې ټاکل شوو هدفونو ته ژمن دی، خو پر یاد هېواد به بندیزونو دوام ولري.
نوموړي پخپلو خبرو کې څرګنده کړې چې د شمالي کوریا اټومي وسلې او بالستیک توغندي له منځه وړل د امریکا د حکومت لومړیتوب دی او جمهور رییس ډونالډ ټرمپ دغه بحث د یو ډیپلوماټیک لومړیتوب په توګه په پام کې نیولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پیونګ یانګ او واشنګټن تر منځ مذاکرات د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې له کومې هوکړې پرته پای ته ورسېدل.