د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې تېر ماښام د چسپكي ماين چاودنې دوه پوليس ټپيان كړل.
په دغه ولايت كې د كليد خبريال وايي، دا چاودنه د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند د پارک جومات ته څېرمه پر سړک ولاړ يوه فيلډر ډوله موټر باندې شوې ده.
د هغه په وينا، په ياد موټر کې څوک نه وو، خو ور څېرمه دوه پوليس برسېرن ټپيان شوي دي.
د دولت كومې مخالفې وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې هم د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د ملكي وګړو پر دوو موټرونو د چسپكي ماينونو چاودنې شوې وې، چې له كبله يې پنځه ملكيان ژوبل شوي وو.