د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري لسګونه ماينونه كشف او له منځه وړل شوي دي.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، امنيتي ځواکونو په اچين ولسوالۍ كې د پيل شوو عملياتو په مهال ۷۴ ماينونه، چې په عامه ځايونو او لارو کې د داعش وسله والو له لوري ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او له منځه وړي دي.
سرچينې ويلي، چې د يادو عملياتو په ترڅ كې له داعشيانو يو شمېر کلي هم پاک کړاى شول.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.