امنيتي مسوولين په بلخ كې ۱۰ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر وركوي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو مرستيال وياند نظر خدا پاميري كليد ته وويل، تېره شپه د چمتال ولسوالۍ په بالتيمور او اسياب ګرګ كليو كې د امنيتي ځواكونو په هوايي او ځمكنيو عملياتو كې شپږ طالبان وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته كړه، عمليات كوونكو سرتېرو دوه طالبان نيولي هم دي.
د امنيتي مسوولينو په وينا، د يادو عملياتو په مهال امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو تبصره نه ده كړې.