د ارزکان د پوهنې رياست له لوري په دغه ولايت کې په لومړي ځل د زده کوونکو ترمنځ علمي سيالي پیل شوي دي.
مسولين وايي د یادو سیالیو هدف ماشومان زده کړو ته هڅول دي.
د ارزکان د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد نسيم همتزی وايي، دا لومړی ځل دی چې د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ دغه ډول سیالي پیلېږي.
د همتزي په وينا چې د مرکز ترينکوټ ترڅنک به دغه لړۍ ولسوالۍ ته هم وغځوي.
په ورته مهال هغه زده کوونکي چې په دغو سياليو کې ګډون کړي وايي، د دې ډول سياليو په ترسره کېدو سره به دوی د مطالعي په برخه کې هڅې وکړي، څو د سياليو پر مهال د لومړي مقام ګټونکي شي.
دغه زده کوونکي له پوهنې رياست څخه غوښتنې کوي چې په راتلونکي کې هم دا ډول پرګرامونه پیل کړي، څو نور زده کوونکي هم د زده کړو لپاره وهڅول شي.
دغه سيالۍ چې لومړۍ دوره يي د چرمکر او سروري ابتدایيه ښوونځي د زده کوونکو ترمنځ پیل شوې وې، پکښي لومړي مقام د سروري ښوونځي زده کوونکو خپل کړي.
ارز ګان کې د نورو ولايتونو په پرتله زده کړو کچه کمه ده او د جکړو له امله زيات شمېر زده کوونکي له زده کړو بي برخي پاته دي.