راپورونه وايي، د پاکستان لومړي وزير عمران خان د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره په سيمه کې پر وروستيو بدلونونو په ځانګړي ډول د ياد هېواد پر نفتي تاسيساتو د بريدونو په تړاو ټيليفوني خبرې كړې دي.
عمران خان دغه بريدونه غندلي او په دې برخه کې يې د پلټنو لپاره له سعودي حکومت سره د همکارۍ ډاډ څرګند كړى دى.
د يادو بريدونو له کبله د سعودي عربستان د تېلو صادرات ۵۰ فيصده کم شوي دي.
د عمران خان او محمد بن سلمان ترمنځ ټيليفوني خبرې په داسې حال كې شوي، چې د پاکستان حکومت په منځني ختيځ او کشمير کې د روان بحران د حل لپاره د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پر چوپتيا نيوکه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ