د پروان د مركز اړوند په جنګل باغ سيمه كې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونكي ټاكنيز ټيم كمپايني غونډې ته څېرمه چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د پروان په ننني ځانمرګي برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان شوي، چې په وژل شوو کې څلور نظامیان او پاتې نور یې ملکي وګړي دي.
خو د پروان د ولايتي روغتون رئيس محمد قاسم سنگين رسنيو ته ويلي، چې په ياده چاودنه كې لږ تر لږه ۲۵ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ژوبل دي.
د دغه برید پړه وسله والو طالبانو منلې او د لسګونه افغان سرتیرو د وژل کېدو ادعا یې کړې ده.