ads

د هلمند ولایت اوسېدونکي د غنمو له لوړې بیې سرټکوي

د هلمند ولایت اوسېدونکي وایي، سږکال د نورکلنو په پرتله ډېر غنم کرل شوي وو، خو پاکستان ته د زرګونه ټنه غنمو وړل په یاد هېواد کې د غلو دانو د بیو لوړېدو لامل شول. دوی وایې، په لومړو کې پاکستان ته د هلمند د غنمو د لېږد مخه ونه نیل شول ،نوځکه په دغه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 وږی 1398
د هلمند ولایت اوسېدونکي د غنمو له لوړې بیې سرټکوي
د هلمند غنم

د هلمند ولایت اوسېدونکي وایي، سږکال د نورکلنو په پرتله ډېر غنم کرل شوي وو، خو پاکستان ته د زرګونه ټنه غنمو وړل په یاد هېواد کې د غلو دانو د بیو لوړېدو لامل شول.
دوی وایې، په لومړو کې پاکستان ته د هلمند د غنمو د لېږد مخه ونه نیل شول ،نوځکه په دغه ولایت کې د غنمو بیې نورې هم لوړې شوئ .
په عین وخت کې بیا د لښکرګاه ښار په مرکزي منډیې کې د کندهار ولایت یو موټر چلونکی وایې، په کندهار کې یو شمېر پاکستاني سوداګر د هلمند ولایت غنم خپل هېواد ته وړي، نو ځکه یې بیې لوړې شوې دي.
همدارنګه، بیا د هلمند ولایت یومدنې فعال عبدلولي وفا هم وایي، په تېرو څو کلنو کې دلته ډېره وچکالې وه، خو د پراخه اورښتونو له کبله د نورو کلونو په پرتله د غنمو کر او حاصلات هم ډېر وو. ښاغلی وفا هم وایي، چې نورو هېوادونو ته د هلمند د غنمو وړل د دې لامل شول چې بیې یې لوړې شي.
دی وایي، اوس په یاد ولایت کې د یو من غنمو بیه ۲۰۵ پاکستانۍ کلدارې ده او کېدایشي د ژمي په موسم کې دغه بیه نوره هم لوړه شي.
بلخوا بیا د هلمند ولایت د کرنې سرپرست ریس سید رفیع الله قلم دا خبره رده وې چې ګواکي د هلمند غنم ګاونډیو هېوادونو ته وړل شوي دي. نوموړی وایي، په نورو ولایتونو کې وچکالي وه، هلته د غنمو کر او حاصلات کم وو، نو ځکه نورو ولایتونو ته ولېږدول شول.
د یادولو وړ ده چې هلمند یو کرنیز ولایت دی او ۸۰ سلنه خلک یې په کرنه بوخت دي، خو د غنمو تر څنګ په یاد ولایت کې د نشه یي توکو کرل او تولید پراخه دی.
د شمېرو له مخې په یو کال کې په هلمند کې درې ځله کوکنار کرل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA