ads

د سولې په خبروکې د نجونو زده کړه سره کرښه ده

په افغانستان کې يو شمېر مدني ټولنې له افغان حکومت څخه غواړي چې د سولې په خبروکې د نجونو او مېرمنو د ښوونې او روزنې مسله سره کرښه تعريف کړي او چاته اجازه ور نه کړي چې د ښځو پر لومړنيو حقونو معاملې وکړي. د مدني ټولنو يو شمېر بنسټونو د سې شنبې په ورځ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
26 وږی 1398
د سولې په خبروکې د نجونو زده کړه سره کرښه ده
زده کوونکې

په افغانستان کې يو شمېر مدني ټولنې له افغان حکومت څخه غواړي چې د سولې په خبروکې د نجونو او مېرمنو د ښوونې او روزنې مسله سره کرښه تعريف کړي او چاته اجازه ور نه کړي چې د ښځو پر لومړنيو حقونو معاملې وکړي.
د مدني ټولنو يو شمېر بنسټونو د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ښځو د ښوونې او روزنې پر برخليک اندېښنې څرګندې کړې او ټينګار يې وکړ، چې د افغانستان حکومت بايد له يوې غښتلې تګلارې سره د ښځو له انساني او مشروع حقونو دفاع وکړي.
د مدني ټولنې غړې او د سولې کور بنسټ مشرې نګينې ياري په دغه غونډه کې وويل، د سولې په خبرو کې د ښځو او نجونو د زده کړې مسله بايد سره کرښه تعريف شي.
په همدې حال کې د مدني ټولنې يوې بلې غړې زرقا يفتلي وايي، ښځې له دې کبله اندېښمنې دي چې د سولې په کېدونکې هوکړه کې د لويو لويو موضوعاتو ترڅنګ د دوی د تعليم او زده کړې مسله هېره نه شي.
د کابل پوهنتون استاده منيژه رامذي بيا وايي، ښځې په ټوله کې له دې کبله اندېښمنې دي چې د دوی ټولنيز ژوند محدود نه شي او داسې ونه شي چې ښځې یوازې د ښووونکو دنده ترسره کولی شي.
تر دې وړاندې طالبانو په يوه بيان کې ويلي، چې د اسلامي شریعت له مخې د ټولو افغان مېرمنو حقونو خوندیتوب ته ژمن دي، خو افغان مېرمنې بيا د طالبانو پر احتمالي ژمنو بې باورې دي او ټيڼګار کوي چې د امريکا متحده ايالات او ملګري ملتونه بايد د سولې د خبرو پر مهال له افغانانو سره ژمنه وکړي؛ چې د سولې له هوکړې وروسته هم افغان مېرمنې له خپلو زده کړو بې برخې پاتې نه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA