ads

په فاریاب کې د برېبکارانو پنځه کسیزه ډله ونیول شوه

د فارياب امنيتي چارواكي وايي، د فرېب كارانو هغه پنځه كسيزه ډله يې نيولې، چې يوه ښځه يې غولولې او په ۵۰ زره افغانيو يې پلورلې وه. د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، د طلا په نوم ۲۸ كلنې ښځې، چې د المار ولسوالۍ اصلي اوسېدونكې ده، د كورني […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
وږی 26, 1398
په فاریاب کې د برېبکارانو پنځه کسیزه ډله ونیول شوه

د فارياب امنيتي چارواكي وايي، د فرېب كارانو هغه پنځه كسيزه ډله يې نيولې، چې يوه ښځه يې غولولې او په ۵۰ زره افغانيو يې پلورلې وه.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند كريم يورش كليد ته وويل، د طلا په نوم ۲۸ كلنې ښځې، چې د المار ولسوالۍ اصلي اوسېدونكې ده، د كورني تاوتريخوالي په سبب د يادې ډلې له يوه كس سره ټيليفوني اړيكې لرلې او د دغه كس لخوا د فرېب وركولو له كبله ميمنې ښار ته تښتېدلې وه.
د هغه په خبره، دې پنځه كسيزې ډلې دغه ښځه په ميمنې ښار كې په يوه كس په ۵۰ زره افغانيو پلورلې وه، چې د فارياب د امنيه قوماندانۍ پوليسو د دوشنبې په ورځ ياده ښځه او د فرېب كارانو پنځه كسيزه ډله ونيوله.
ويل كېږي نيول شوې ښځه دوه ماشومان لري او مېړه يې په ايران كې مزدوري كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA