slideshow

71
۲۶ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفیق هېوادپال

په غزني کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې ادعا شوې


د غزني ولايتي چارواكي وايي، تېره شپه د دغه ولايت د مركز په بېلابېلو سيمو كې د ځانګړو افغان ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د ۱۰ پاكستان اتباعو او دوو سرګروپانو په ګډون ۳۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د وژل شوو طالب سرګروپانو نومونه محمد طاهر مشهور په خاکسار او عمر خالد ياد كړل.
ده وويل، په وژل شوو كسانو كې په غزني کې د طالبانو د جلب او جذب د تحرير
مسوول ملنګ او ځينو سيمو ته د دې ډلې مالي مسوول همت هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو د طالبانو يوه اندازه وسلې او نظامي تجهيزات هم ترلاسه كړي دي.
نوري زياته كړه، د غزني په مركز كې تصفيوي عمليات دوام لري او ممكن د طالبانو د تلفاتو شمېر زيات شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *