ads

د امریکا جمهور رییس د شمالي کوریا د مشر بلنه ونه منله

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، اوس له شمالي كوريا د ليدنې لپاره مناسب وخت نه دى. نوموړي دا خبره د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته كړې، چې په كې ويل شوي، چې د شمالي كوريا مشر كيم جونګ اون له جمهور رئيس ټرمپ سره بلې ليدنې ته لېوالتيا ښودلې او هغه ته يې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
وږی 26, 1398
د امریکا جمهور رییس د شمالي کوریا د مشر بلنه ونه منله
ټرمپ او کېم جونګ اون

د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، اوس له شمالي كوريا د ليدنې لپاره مناسب وخت نه دى.
نوموړي دا خبره د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته كړې، چې په كې ويل شوي، چې د شمالي كوريا مشر كيم جونګ اون له جمهور رئيس ټرمپ سره بلې ليدنې ته لېوالتيا ښودلې او هغه ته يې پيونګيانګ ته د سفر كولو بلنه وركړې ده.
دا په داسې حال كې ده، چې شمالي كوريا څو ورځې وړاندې وويل، غواړي له امريكا سره مذاكرات د روانې سپټمبر مياشتې په وروستيو كې بېرته پيل كړي.
د يادولو ده، چې د امريكا د جمهور رئيس او د شمالي كوريا د مشر له وروستۍ ليدنې راهيسې پيونګيانګ اته توغندويي ازموينې كړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA