ads

په پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښتو کې ۹۰وسله وال طالبان وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو نښتو کې د وسله والو طالبانو وسلې، مهمات […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 وږی 1398
په پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله واوښته
پکتیکا کې افغان ځواکونه

د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښتو کې ۹۰وسله وال طالبان وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغو نښتو کې د وسله والو طالبانو وسلې، مهمات او پټنځایونه هم له منځه یوړل شول.
بلخوا، د پکتیا په احمد اباد ولسوالۍ کې د راکټ د یوې ګلۍ د ګلېدو په پایله کې دوو وسله والو طالبانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د بهرنیو او افغان ځواکونو عملیات پراخه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA