ads

په هلمند کې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې. د ۲۱۵ میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ د غوڅ ملاتړ ملاموریت ځواکونو د سنګین ولسوالۍ د شنواري کمپ سیمه کې پر وسله والو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 وږی 1398
په هلمند کې شپږو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
په هلمند کې هوایي او ځمکني عملیات

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ۲۱۵ میوند قول اردو له مطبوعاتي دفتره کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ د غوڅ ملاتړ ملاموریت ځواکونو د سنګین ولسوالۍ د شنواري کمپ سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوایي برید کړی، چې له کبله یې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
سرچینوي زیاتوي چې د یاد برید پر مهال د یادې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
پر وسله والو طالبانو داسې مهال دغه برید ترسره کېږي چې امریکا په یادې ډلې د بریدونو پر ډېرېدو ټینګار کړی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په اړه کوم څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA