ads

په ننګرهار کې د یو میلیارد افغانیو په لګښت پروژې پرانیستل شوې

د کرنې او مالدارۍ وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پرمهال د یو میلیارد افغانیو په لګښت د کرنې په برخه کې ۳۱ پروژې پرانیستلې. د کرنې او مالدارۍ وزیر نن ننګرهار ته د سفر پرمهال وویل، په دغو پروژ کې د کرنې رياست د يو شمېر دارو د ودانیو رغونه هم شامله ده. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 وږی 1398
په ننګرهار کې د یو میلیارد افغانیو په لګښت پروژې پرانیستل شوې
ننګرهار

د کرنې او مالدارۍ وزیر ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پرمهال د یو میلیارد افغانیو په لګښت د کرنې په برخه کې ۳۱ پروژې پرانیستلې.
د کرنې او مالدارۍ وزیر نن ننګرهار ته د سفر پرمهال وویل، په دغو پروژ کې د کرنې رياست د يو شمېر دارو د ودانیو رغونه هم شامله ده.
د کرنې وزير نصير احمد دراني وويل، په ټولو پروژو کې يې د کروندګرو د اقتصاد لوړوالي او د هغوی ځان بسياینې ته پاملرنه کړې ده.
دی وايي، په ننګرهار کې د پرانیستل شوو پروژو له ډلې د ننګرهار په خوږياڼو، شیرزادو، کوټ، رودات، چپرهار او اچین ولسوالیو کې د ښځو لپاره د ۲۳۰ کوچینو شنو خونو جوړول دي، چې د یوې شنې خونې قیمت پنځه اتيا زره افغانۍ او د ټولو خونو لګښت ۱۹ ميليونه او پنځه سوه پنځوس زره افغانۍ کېږي.
د نوموړي په وينا، د ننګرهار د وترنرۍ کمپلکس لپاره د پنځه ميليونه او يو سل اتيا زره افغانيو په لګښت جوړه شوې ودانۍ هم ګټې اخېستې ته وسپارله، چې ۷ خونې، يو د غونډو تالار او نور اړوند ملحقات هم لري.
دراني دا هم وويل، چې د خوږياڼو، چپرهار، اچين، روداتو، شيرزادو او کوټ ولسواليو ۷۳۴ کروندګرو ته د کرنيزو وسايلو او تخمونو د مرستې د وېش لړۍ یې هم پيل کړه، چې پنځه ميليونه او څلور سوه زره ‎افغانۍ لګښت پرې راځي.
په دغو پروژو کې د بهسودو ولسوالۍ لپاره د کروندګرو معلوماتي مرکز هم پرانیستل شو، چې نېږدې ۱۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA