ads

د افغان حکومت مخکنیو واليانو پر اوربند ټینګار وکړ

په افغانستان کې د واليانو ټولنه پر اوربند ټينګار کوي او وايي، چې د سولې لپاره لومړی بايد د افغانستان په کچه کورنۍ اجماع رامنځته شي. په افغانستان کې د مخکېنيو واليانو ټولنې د دوشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه کې وويل، موږ غواړو د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بيا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
25 وږی 1398
د افغان حکومت مخکنیو واليانو پر اوربند ټینګار وکړ
پخواني والیان

په افغانستان کې د واليانو ټولنه پر اوربند ټينګار کوي او وايي، چې د سولې لپاره لومړی بايد د افغانستان په کچه کورنۍ اجماع رامنځته شي.
په افغانستان کې د مخکېنيو واليانو ټولنې د دوشنبې په ورځ په يوې خبري غونډه کې وويل، موږ غواړو د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې بيا پيل شي؛ خو لومړی بايد د سولې نښې خلکو ته وښودلې شي او د جګړې ښکېل لوري په يو اوربند سره سلا وکړي.
د دغې ټولنې مشر عبدالله هېواد په دغه غونډه کې وويل، د سولې روانو خبرو د خلکو ترمنځ هېلې را ژوندۍ کړې وې او زموږ هېله داده چې د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ د سولې خبرې بېرته پيل شي.
په همدې حال کې د ډايکندي ولايت پخوانۍ والي معصومه مرادي هم په دغه غونډه کې وويل، چې تر هرڅه سوله مهمه ده.
نوموړې وويل، سيمه ييز حکومتونه د سولې او پخلاينې لپاره خورا ډېر رول لوبولی شي او حکومت بايد د خپلو ولايتي ادارو سره په ګډه د سولې او پخلاينې په برخه کې چټکې هڅې وکړي.
خو بل پلو د کندز پخوانی والي عمر صافی بيا وايي، چې تراوسه د سولې ملي پروسې لپاره د افغانستان په کچه کورنۍ اجماع نه ده رامنځته شوې.
صافي زياته کړه چې د سولې لپاره بايد بنسټيز کارونه ترسره شي او تر هرڅه وړاندې لومړۍ بايد د افغان سولې لپاره يوه ګټوره طرحه او ملي اجماع را منځته شي.
په همدې حال کې ځينې سياسي کارپوهان هم په دې باور دي چې د افغان سولې لپاره سيمه ييز اجماع شرط ده او امريکا بايد په سيمه کې د دغې اجماع د جوړولو لپاره خپلې هڅې بېرته پيل کړي.
د افغان سولې بهير تر هغې وروسته د امريکا د جمهور رييس ډونالډ ټرامپ لخوا ودرول شوه، چې د کابل په شش درک سيمه کې د طالبانو لخوا په ترسره شوی موټربم بريد کې د دغه هېواد يو سرتېری هم ووژل شو.
ډونالډ ټرامپ په خپل وروستي ټويټ کې ويلي، چې طالبان له خپلې کړنې سخت پېښمانه دي او د دې تېروتنې د جبران لاره ترې ورکه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA