slideshow

105
۲۵ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

په غزني کې د محصلینو پر موټر د ماین چاودنه شوې

غزني کې محصلینو پر موټر چاودنه تصویر: کلید

د غزني پوهنتون د محصلینو پر موټر چاودنه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې نن دوشنبه ۱۲ بجې او ۳۰ دقیقې د غزني ښار د د درېیمي امنیتي حوزي اړوند علي لالا دښتي ته څېرمه د محصلینو پر موټر د ماین چاودنه شوې، چې په ترڅ کې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د ښاغلي نوري په خبره د یادې پېښې له کبله یو شمېر ښځینه محصلینې ډارې شوې دي او د درملنې په هدف روغتون ته وړل شوې دي.
د والي ویاند د یاد ماین ځای پر ځای کېدل د وسله والو طالبانو کار بولي، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصیره نه ده کړې.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *