ads

ټرمپ: امریکا به د سعودي عربستان د نفتو تاسیساتو د برید په تړاو نظامي غبرګون وښيي

امریکا پر هغه هېواد نظامي برید ته چمتو ده چې د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو یې برید وکړ. د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو د برید په غبرګون کې ویلي چې متحده ایالات پر هغه هېواد برید ته چمتو دي چې د سعودي عربستان پر نفتي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
وږی 25, 1398
ټرمپ: امریکا به د سعودي عربستان د نفتو تاسیساتو د برید په تړاو نظامي غبرګون وښيي
د امریکا جمهور رییس ټرمپ

امریکا پر هغه هېواد نظامي برید ته چمتو ده چې د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو یې برید وکړ.
د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو د برید په غبرګون کې ویلي چې متحده ایالات پر هغه هېواد برید ته چمتو دي چې د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو یې برید ترسره کړ.
نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، چې امریکا په دې برخه کې د سعودي عربستان اعلان ته په تمه ده، ترڅو معلوم کړي چې دغه برید چا ترسره کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو برید وشو او د یمن حوثیانو یې پړه ومنله.
بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دغه برید په غبرګون کې په زغرده ویلي چې یاد برید ایران ترسره کړی دی.
تر اوسه د ایران دولت د مایک پامپیو د دغې ادعا په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA