slideshow

142
۲۵ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد خان بریال

افغان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

کرکټ ملي لوبډله تصویر: ټولنیزې رسنۍ

افغان کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزو سالیو په دویمه لوبه کې پرون بنګله دېش ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان ارمان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوزېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه، خو سیاله لوبډله د دغه هدف په پوره کېدو ونه توانېده.
د بنګله دېش لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو ۱۳۹ منډې وکړې.
د توپوهنې په برخه کې محمد نبي او اصغر افغان ښه ملګرتیا وکړه، چې محمد نبي په ۵۴ توپونو ۸۴ او اضغر افغان بیا ۴۰ منډې تر لاسه کړې.
د توپ اچوونې په برخه کې مجیب الرحمن ۴، فرید ملک، راشد خان ارمان او ګلبدین نایب بیا دوې دوې ویکټې تر لاسه کړې.
د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبي شو، چې په ۵۴ توپونو یې ۸۴ منډې وکړې.
د یادونې وړ ده چې افغانستان به بله لوبه د سپټمبر پر ۲۰ له زیمبابوې سره ترسره کړي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *