ads

په کاناډا کې د ‌ډزو له کبله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د کاناډا پوليس وايي، تېر ماښام په دې هېواد كې د ډزو له کبله يو تن وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي. د دغې پېښې په اړه تراوسه دقيق معلومات نه شته او عاملين يې هم معلوم نه دي. د پوليسو په وينا، د پېښې ټپيان، چې ښځې هم په کې شاملې دي، د […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 وږی 1398
په کاناډا کې د ‌ډزو له کبله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته
کاناډا

د کاناډا پوليس وايي، تېر ماښام په دې هېواد كې د ډزو له کبله يو تن وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
د دغې پېښې په اړه تراوسه دقيق معلومات نه شته او عاملين يې هم معلوم نه دي.
د پوليسو په وينا، د پېښې ټپيان، چې ښځې هم په کې شاملې دي، د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۰۸ ميلادي کال په جولاى مياشت كې هلته د يوه وسله وال بريد په پايله کې يوه نجلۍ ووژل شوه او ۱۳ تنه ټپيان شول.
بايد وويل شي، چې په کاناډا کې وسله وال بريدونه د امريکا او نورو هېوادونو په پرتله خورا کم ترسره كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA