ads

عامې روغتیا وزارت: د روغتیایي خدمتونو کیفیت به لوړ شي

د روغتيا په برخه کې د جمهوري رياست ستر سلاکار وايي، د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له شوو کارونو شرمېږي او خپل ځان خلکو ته نه شي پېژندلی. د روغتيا په برخه کې د جمهوري رياست ستر سلاکار رضوان الله احمدزی وايي، دا د شرم ځای دی چې په تېرو ۱۸ کلونوکې د افغانستان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 وږی 1398
عامې روغتیا وزارت: د روغتیایي خدمتونو کیفیت به لوړ شي
روغتیا وزارت

د روغتيا په برخه کې د جمهوري رياست ستر سلاکار وايي، د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له شوو کارونو شرمېږي او خپل ځان خلکو ته نه شي پېژندلی.
د روغتيا په برخه کې د جمهوري رياست ستر سلاکار رضوان الله احمدزی وايي، دا د شرم ځای دی چې په تېرو ۱۸ کلونوکې د افغانستان حکومت داسې يو روغتون نه لري، چې د ټولو ناروغانو اړتياوې پوره کړي.
احمدزي دغه څرګندونې د يک شنبې پر ورځ په افغانستان کې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په
په همدې حال کې د روغتيا وزارت د پلان او پاليسۍ مرستيالې ډېوې صمد په دغه غونډه کې وويل، په افغانستان کې د روغتيايي چارو د کيفيت په برخه کې کار نه دی شوی او د روغتيا وزارت هڅه کوي چې له خصوصي سکټور سره په ګډه د روغتيايي چارو د کيفيت لوړولو لپاره بنسټيز کارونه وکړي.
په ورته وخت کې خصوصي سکټور هم د روغتيا په برخه کې د پانګونې له کبله خوښ دی؛ خو وايي حکومت د دوی ملاتړ نه کوي.
د سوداګريزو خونو غړی شفيع الله عطايي، چې په دغه غونډه کې د خصوصي سکټور په استازيتوب خبرې کولې وويل، موږ هڅه کوو چې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په افغانستان کې روغتيايي ستونزې را کمې کړو؛ خو حکومت بايد خپلو ژمنو ته ټينګ پاتې شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو اتلس کلونوکې په افغانستان کې پر پراختيايي چارو سربېره د روغتيا په برخه کې هم ډېرې پانګونې وشوې؛ خو د خلکو په وينا دمګړۍ په هېواد کې د روغتيايي چارو په برخه کې ډېر کم پرمختګ شوی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA