د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په سرروضه ولسوالۍ کې يي څلور تنه ماین خښوونکي نیولي دي.
د دوی په خبره چې یادو کسانو پر ماینونو اېښودو سربېره ډېر کله د امنیتي سرتیرو پر پوستو بریدونه هم کول او په وینا يي په خپلو جرمونو يي اعتراف هم کړی دی.
امنیه قومندان سمونمل محمد ایمل نیازي کلید ته وویل، یاد کسان يي د پکتیکا سرروضي ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځينو عملیاتو پر مهال نیولي دي.
سرچینه څرګندوي چې له یادو کسانو څخه ځيني مهات هم تر لاسه شوي چې د ماینونو او بریدونو پر مهال به يي ترې ګته اخیسته.
د عصمت الله او رحمت الله په نومونو د پولیسو له لوري نیول شوي کسان وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسي له طالبانو سره یو ځای شوي وو.
د یادوني وړ دی چې په دي وروستیو کې د پکتیکا امنیتي وضعیت تر پخوا خراب شوی او له بیلابیلو سیمو څخه يي د بریدونو او چاودونو خبرونه ورکول کیږې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ