ads

د خوست اوسېدونکي: ادمامد تفريحي سيمه کې دې ځنګلوهنه بنده شي

د خوست اوسېدونکي او سیلانیان وايي، د تڼيو ولسوالۍ اړوند د ادمامد په تفريحي سیمه کې دې د ځنګلوهنې روان بهیر ودرول شي. سیمې ته تللي سیلانیان وايي، که دا سیمه په ملي پارک بدله شي او پانګونه پرې وشي، لېرې نه ده چې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ به بهرني سیلانیان هم دغې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 وږی 1398
د خوست اوسېدونکي: ادمامد تفريحي سيمه کې دې ځنګلوهنه بنده شي
خوست ادمامد سیمه

د خوست اوسېدونکي او سیلانیان وايي، د تڼيو ولسوالۍ اړوند د ادمامد په تفريحي سیمه کې دې د ځنګلوهنې روان بهیر ودرول شي.
سیمې ته تللي سیلانیان وايي، که دا سیمه په ملي پارک بدله شي او پانګونه پرې وشي، لېرې نه ده چې د هېواد د نورو ولایتونو ترڅنګ به بهرني سیلانیان هم دغې سیمې ته د سیل لپاره ځي.
ادمامد، چې د خوست ولایت په جنوب لودیځ کې د تڼیو ولسوالۍ اړوند له شمالي وزیرستان سره پر کرښه پرته سیمه ده، د تفریخ لپاره هره ورځ په لسګونه سیلانیان ورځي.
دا سیمه که له يوې خوا له طبیعي ښکلا او شنو ځنګلونو برخمنه ده، ترڅنګ يې امنيتي حالت هم د ډاډ وړ دی او په تېرو ۱۸ کلونو کې په دې سیمه کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.
سیمې ته راغلي سیلانیان د تفريح ترڅنګ ځينې ګيلې هم لري:
ایوب «خاطر» او شرین «درمان» وايي، یاده سیمه په ښکلا کې ساری نه لري، خو ادمامد ته ورغلی خام سړک او په سیمه کې ځنګلوهنه د اندېښنې وړ دي.
د خوست والي دغې سیمې ته له دولتي مسولینو او قومي مشرانو سره ورغلی و. ده وویل، چې په دغه سیمه کې به تفریحي پارک جوړ کړي او سیمې ته ورغلې لارې به هم ورغوي.
والي وويل، له نن وروسته به په یاده سیمه کې ځنګلوهنه بنده شي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
ادمامد ته راغلی یو بل ځوان مونیر «بهار» وايي، په لومړي ځل يې په خوست کې یوه داسې سیمه ولیده، چې د سیل لپاره یې ساری نشته.
هغه وويل، که پر یاده سیمه پانګونه وشي او تلونکې لارې ورته جوړې شي، نه یوازې د خوست، بلکې په سیمه ییزه کچه به د سیلانیانو پام ځان ته واړوي.
په خوست کې د تفريح او سيل لپاره د ادمامد ترڅنګ ځاځي میدان، فارم باغ او یو شمېر نورې سیمې هم شته، چې ځینې يې د نا امنۍ له کبله د خلکو او چارواکو له سترګو پنا دي.
د خوست اوسېدونکي او په ټوله کې دې سیمې ته تلونکي سیلانیان له حکومتي مسولینو څخه ګيله کوي، چې د ادمامد تفريحي سيمې د رغونې لپاره چارواکو په ځلونه ژمنې کړې، خو ټولې یې یوازې د خولې ژمنې پاتې شوې او په عمل کې يې څه نه دي ليدلي.
دا چې د خوست د والي له خوا د سیمې له خلکو سره دغه ژمنې به عملي شي که نه؟ وخت به يې ځواب ووايي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA