ads

افغان کرکټ لوبډلې په درې اړخیزه سیالیو کې لومړۍ بریا خپله کړه

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تېره شپه د بنګله دېش په پايتخت ډاكه كې د ۲۰ اوريزو لوبو په درې اړخيزو سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د زمبابوې د كركټ له ملي لوبډلې وګټله. د لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه. افغان لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 وږی 1398
افغان کرکټ لوبډلې په درې اړخیزه سیالیو کې لومړۍ بریا خپله کړه
کرکټ

د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې تېره شپه د بنګله دېش په پايتخت ډاكه كې د ۲۰ اوريزو لوبو په درې اړخيزو سياليو كې خپله لومړۍ لوبه د زمبابوې د كركټ له ملي لوبډلې وګټله.
د لوبې پچه د زمبابوې لوبډلمشر وګټله او د توپ اچونې پرېكړه يې وكړه.
افغان لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۷ منډې وكړې، خو د زمبابوې لوبډلې وركړل شوى هدف پوره نه كړاى شو او د اوو لوبغاړو په له لاسه وركولو يې ۱۶۹ منډې وكړې او لوبه يې د ۲۸ منډو په توپير وبايلله.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نجيب الله ځدراڼ ته، چې په ۳۰ توپونو يې ۶۹ چټكې ناسوځېدلې منډې وكړې، وركړل شوه.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډله به خپله دوهمه لوبه د كابل په وخت نن مازديګر پنځه بجې د بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې پيل كړي.
د افغانستان، بنگله دېش او زمبابوې ترمنځ د كركټ ۲۰ اوريزې لوبې وړمه ورځ پيل شوې او د روانې سپټمبر مياشتې په ۲۴مه نېټه به پاى ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA