په فراه كې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواكونو په هوايي بريدونو كې له ۴۰ زياتو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند محب الله محب نن كليد ته وويل، بهرنيو سرتېرو په تېرو ۲۴ ساعتونو كې په انار دره ولسوالۍ كې د طالبانو پر سنګرونو د هوايي بريدونو په مهال شاوخوا ۳۰ طالبان وژلي او ۱۳ تنه نور يې ژوبل كړي دي.
د نوموړي په خبره، په وژل شوو كسانو كې مهم طالب قوماندان انس هم شامل دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ