د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتو كې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې چاودنه شوې، چې په ترڅ كې يې د دوو ټرافيكو په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند مبارز اتل کليد ته وويل، ټپي شوي كسان تر درملنې وروسته بېرته خپلو كورونو ته تللي دي.
دا چاودنه د سړک جوړونې په هدف په راوړل شوي جغل کې ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو کړې ده.
د دغې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا نه دى منلى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ