د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو سياليو په دوهمه نيمه پايلوبه كې شاهين اسمايي لوبډلې د سيمرغ البرز لوبډلې ته په ماتې وركولو سره پايلوبې ته لار ومونده.
دا لوبه تېره شپه په كابل كې د افغانستان د فوټبال فدراسيون په لوبغالي كې ترسره شوه او په پنځه – صفر پايلې سره د شاهين اسمايي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
تر دې وړاندې د يادو سياليو په لومړۍ نيمه پايلوبه كې طوفان هريرود لوبډلې د سپين غر بازانو لوبډلې ته په ماتې وركولو سره پايلوبې ته لار موندلې وه.
طوفان هريرود او شاهين اسمايي لوبډلې به د راتلونكې شنبې په شپه د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اتم پړاو سياليو پايلوبه وكړي.
د دغو سياليو د اووم پړاو اتلولي طوفان هريرود لوبډلې ګټلې وه.