په داسې حال كې، چې د هلمند يو شمېر اوسېدونكي د راى وركولو مركزونو د امنيت په تړاو اندېښنه لري، د دغه ولايت امنيتي مسوولين وايي، هلته د جمهوري رياست ټاكنو ته د زمينې برابرولو په هڅه كې دي.
د هلمند امنيه قوماندان سمونوال حسام الدين هلمندي كليد ته وويل، د جمهوري رياست ټاکنو د امنيت خونديتوب په هدف يې په مركز لښكرګاه ښار او ځينو ولسواليو كې عمليات پيل کړي، ترڅو خلک وکولى شي په ډاډمنه فضا كې د خپلې خوښې كانديدانو ته رايې وركړي.
په هلمند کې ۲۸۵ ټاکنيز مرکزونه موجود دي، چې د ټاكنو خپلواك كمېسيون د معلوماتو له مخې، د جمهوري رياست ټاكنو په ورځ به په دې ولايت كې يوازې ۹۷ ټاکنيز مرکزونه فعال وي او د امنيتي ستونزو له كبله به په نورو كې خلك خپلې رايې ونه كارولى شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ