د هرات په زنده جان ولسوالۍ كې ټرافيكي پېښې اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د دوو سراچه ډوله موټرونو د ټكر له كبله رامنځته شوه.
نوموړي كليد ته وويل، په دې ټرافيكي پېښه كې يو تن وژل شوى او اووه تنه نور ټپيان دي.
د موټر چلوونكو بې احتياطي، د سړكونو خرابوالى او د ټرافيكي قوانينو نه مراعاتېدل په هېواد كې د ټرافيكي پېښو عمده علتونه دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


