په كاپيسا كې د واليبال په يوه لوبغالي كې د ماين چاودنې پنځو ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
د كورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، دا ماين وسله والو طالبانو د تګاب ولسوالۍ د كاكړ شاكوټ كلي د واليبال په يوه لوبغالي كې ځاى پر ځاى كړى و.
د هغه په وينا، ياد ماين د جمعې په مازديګر شاوخوا څلور بجې او ۵۰ دقيقې د واليبال لوبې په مهال وچاودېد، چې له كبله يې درې ملكي وګړي ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
خو وسله والو طالبانو په دې پېښه كې خپل لاس لرل رد كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


