امنيتي ځواكونو په كابل ښار كې له وسله والو طالبانو سره د همكارۍ په تور دوه تنه نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دا دوه كسان د كابل ښار د ۱۹مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې د پوليسو د ځانګړو ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې ونيول شول.
په خبرپاڼه كې راغلي، چې عمليات كوونكو سرتېرو له نيول شوو كسان يو ميله وسله او يو جلد پاكستانى شناختي كارت هم ترلاسه كړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.


