ads

د ناټو سازمان سرمنشي د افغان ځواكونو د روزنې ژمنه تازه كړه

د ناټو سازمان سرمنشي ينس سټولټنبرګ يو ځل بيا د افغان ځواكونو د روزنې او له هغوى سره د مالي مرستې لپاره د دغه سازمان او متحدينو ژمنه يې تازه كړه. د جمهوري رياست وياند صديق صديقي پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې سټولټنبرګ له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو په […]

نویسنده: hewadpal
23 وږی 1398
د ناټو سازمان سرمنشي د افغان ځواكونو د روزنې ژمنه تازه كړه

د ناټو سازمان سرمنشي ينس سټولټنبرګ يو ځل بيا د افغان ځواكونو د روزنې او له هغوى سره د مالي مرستې لپاره د دغه سازمان او متحدينو ژمنه يې تازه كړه.
د جمهوري رياست وياند صديق صديقي پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، چې سټولټنبرګ له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو په مهال اعلان وكړ، چې ناټو سازمان او شريكان يې په افغانستان كې د سولې لپاره د زمينې برابرولو په برخه كې هم مرسته كوي.
په همدې حال كې په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر يو پلاوى د جمعې په ورځ روسيې ته تللى او د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي ضمير كابلوف سره يې ليدلي دي.
د روسيې تاس خبري اژانس په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند سهيل شاهين له قوله ويلي، چې په ياده ليدنه كې دواړه لوري د افغان سولې په برخه كې پر وروستيو پرمختګونو وغږېدل.
دغه سفر په داسې حال كې ترسره كېږي، چې په دې وروستيو كې د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په كابل كې د يوه موټربم ځانمرګي بريد په غبرګون كې، چې له كبله يې د يوه امريكايي سرتېري په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول، له طالبانو سره د سولې خبرې ختمې اعلان كړې او خپل بريدونه يې پرې زيات كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA