slideshow

113
۲۳ وږی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

د افغانستان او زمبابوې لوبډلې نن د كركټ ۲۰ اوريزه لوبه كوي


ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله نن د بنګله دېش په پايتخت ډاكه كې د ۲۰ اوريزو لوبو په درې اړخيزه لوبلړۍ كې خپله لومړۍ لوبه د زمبابوې د كركټ له ملي لوبډلې سره ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په پنځو بجو پيل شي.
افغانستان تراوسه د كركټ په ۲۰ اوريزو لوبو كې له زمبابوې سره اووه وارې مخ شوى او اووه واړه لوبې يې ګټلې دي.
د افغانستان، بنگله دېش او زمبابوې ترمنځ د كركټ د ۲۰ اوريزو لوبو لوبلړۍ تېره ورځ پيل شوه او په لومړۍ لوبه كې يې د بنګله دېش لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ته په درېيو وېكټو ماتې وركړه.
دا سيالۍ به د روانې سپټمبر مياشتې په ۲۴مه نېټه پاى ته ورسېږي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *