ads

افغان حكومت د ټاكنو تر ترسره كولو پورې د سولې هڅې ودرولې

د جمهوري رياست وياند صديق صديقي وايي، د سولې بهير ته د طالبانو د نه ژمنتيا له كبله د ملي يووالي حكومت د جمهوري رياست ټاكنو تر ترسره كولو پورې په دې برخه كې خپلې هڅې درولې دي. هغه نن يوې خبري غونډې ته وويل، اوسمهال د افغان حكومت لومړيتوب د جمهوري رياست ټاكنو ترسره […]

نویسنده: hewadpal
23 وږی 1398
افغان حكومت د ټاكنو تر ترسره كولو پورې د سولې هڅې ودرولې

د جمهوري رياست وياند صديق صديقي وايي، د سولې بهير ته د طالبانو د نه ژمنتيا له كبله د ملي يووالي حكومت د جمهوري رياست ټاكنو تر ترسره كولو پورې په دې برخه كې خپلې هڅې درولې دي.
هغه نن يوې خبري غونډې ته وويل، اوسمهال د افغان حكومت لومړيتوب د جمهوري رياست ټاكنو ترسره كول دي او د سولې بهير مخته وړل به د راتلونكي حكومت مسووليت وي.
د صديقي په وينا، په قطر كې د طالبانو سياسي دفتر د سولې بهير ته ګټه نه ده رسولې او نورو هېوادونو ته د دې دفتر د غړو سفرونه او د افغانستان د سولې په اړه به يې بحثونه بې پايلې وي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو تر لغوه كولو وروسته په قطر كې د دوى د سياسي دفتر يو پلاوى د جمعې په ورځ روسيې ته تللى او د افغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي ضمير كابلوف سره يې ليدلي دي.
د روسيې تاس خبري اژانس په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر د وياند سهيل شاهين له قوله ويلي، چې په ياده ليدنه كې دواړه لوري د افغان سولې په برخه كې پر وروستيو پرمختګونو وغږېدل.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA