د ازبكستان جمهور رئيس شوکت ميرضيايف پرون يو فرمان لاسليك كړى، چې له مخې يې د چين او هانګ كانګ وګړي كولى شي د ۲۰۲۰م ميلادي كال له پيله د يوې اونۍ لپاره له ويزې پرته ياد هېواد ته سفر وكړي.
دوى په هغه صورت كې له دې امتيازه برخمن كېداى شي، چې د چين له نړيوال هوايي ډګره د مستقيم پرواز په وسيله ازبكستان ته لاړ شي.
خو هغه چينايان، چې له بل هېواده ازبكستان ته ځي، كولى شي پنځه ورځې له ويزې پرته هلته واوسي.
د ازبكستان حكومت دا اقدام په دې هېواد كې د توريزم د ودې لپاره يوه هڅه بللې ده.
د جمهور رئيس ميرضيايف د اقداماتو په پايله كې په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې په ازبكستان كې د بهرنيو سيلانيانو شمېر دوه برابره زيات شو.
تېر كال پنځه ميليونه او ۳۰۰ زره سيلانيانو له دغه هېواده ليدنه وكړه.